د وزارت د ۱۶۵۰۰ کیلو ګرامه مایع ګازو د داوطلبۍ خبرتیا

anwari_morr

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location اوومه ناحیه واصل آباد د جنګلک فابریکې شاته

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د وزارت له خوا د اړتیا وړ ۱۶۵۰۰ کیلو ګرامه مایع LPG ګاز د تدارک له پاره د داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي او د شرط نامې کاپي د تدارکاتو آمریت څخه د فلش ډیسک له لارې ترلاسه کړي.

خپل آفرونه د ذکر شويو شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم باید د خبرتیا د خپریدو له نیټې څخه د دوشنبې تر ورځې د ۲۲ / ۸/ ۱۴۰۲ د غرمې تر ۱۰:۰۰بجو پورې د وزارت د تدارکاتو آمریت ته په سر بسته ډول وسپاري، بې وخته وړاندیزونه او انټرنیټې بڼه د منلو وړ نه ده.

د آفر تضمين د بانګي ګرنټۍ په بڼه، ۳۸ زره افغانۍ دی او د آفرونو پرانيست غونډه د ۲۲/۸/۱۴۰۲ کال د دوشنبې په ورځ مخکې له غرمې په  ۱۰ بجو د مهاجرينو وزارت  د ناستو په سالون کې ترسره کېږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۲۶ کابل افغانستان واصل آباد عقب فابریکه جنکلک ناحیه هفتم
Background image

له ایران او پاکستان پرته په نورو ټولو بهرنیو هېوادونو کې مېشتو افغان مهاجرینو ته د بیت‌الله شریفې د فرضي حج د نوم‌لیکنې پروسې خبرتیا!

هغو افغان مهاجرینو ته، چې له ایران او پاکستان پرته په نورو بهرنیو هېوادونو کې مېشت دي او د روان کال لپاره د بیت‌الله شریفې د فرضي حج په پروسه کې د نوم‌لیکنې غوښتونکي دي؛ خبر ورکول کېږي، . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۲:۲۳
Background image

اطلاعیه

د تدارکاتو د قانون د دوه څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې پر بنسټ، د عامو خلکو د خبرتیا لپاره اعلان کېږي، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د۱۴۰۴ مالي کال لپاره د وزارت موبل فرنیچر کود بند . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۲:۲۳
Background image

اطلاعیه

د تدارکاتو د قانون د دوه څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې پر بنسټ، د عامو خلکو د خبرتیا لپاره اعلان کېږي، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د۱۴۰۴ مالي کال لپاره د وزارت د فاضلابو  تصفیې . . .

Back to tenders