د کډوالوچارو وزارت په کندوز کې ۱۵ زره زياتو بېځايه شوو ته د لاس رسي په موخه يو هوکړه ليک لاسليک کړ

sadam_morr
چهارشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۵ - ۹:۲۳
این تفاهمنامه روز یکشنبه 22 ثور سال روان توسط مهرخدا صبار سرپرست معینیت پالیسی و پلان وزارت امور مهاجرین و عودت کنندگان و مسئول موسسه انکشافی افغان(ADA) امضا شد که بر اساس آن به یک هزار و 545 خانواده شامل 15 هزار و 265 نفر رسیدگی صورت می گیرد.

ياد هوکړه ليک د تېرې يکشنبې په و رځ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ سرپست مرستيال مهر خدا صبار او افغان پراختيا(ADA) موسسې د مسئول ترمنځ لاسليک شو، چې پر اساس به يې يوزرو ۵۴۵کورنيوسره چې ۱۵ زر او ۲۶۵ تنه کېږي  لاس رسی وشي.

د کډوالو او راستنېدنکو چارو وزرات دپلان او پالېسۍ سرپرست  مرستيال د بېځايه شوو په برخه کې د اغېزمنو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه، وی ويل چې په ياد هوکړه ليک کې د ثبت شوې پورژې بوديجه ۳۵۴ زره او ۳۳۷ يورو ده،چې د اکسفام نړيوالې موسسې له لورې تمويل کېږي او د افغان پراختيايي موسسې له لورې دکندز ولايت د امام صاحب او دشت ارچي ولسواليو کې پلي کېږي.

د ياد هوکړه ليک پر اساس به ذکر شوې موسسه د کرنې، دکار په مقابل کې نغدې پېسې، نغدي مرستې، دڅښاک اوبه، دبېت الخلا جوړلو او روغتيا ساتنې په چمتو کولو کې بېځايه شوو کورنيوسره همکاري کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۱:۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له ساحوي مشر سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( OCHA ) له ساحوي مشر ښاغلی ګلیټ راجر سره وکتل.
په دې لیدنه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رییس عرفات جمال سره وکتل

 

په دغې ناسته کې، چې په روان زیږدیز کال کې راستنېدونکو ته د اړینو مرستو د رسولو او په اداري چارو کې د اسانتیاوو په اړه خبرې وشوې، عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت همکارۍ وستایلې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په کابل کې له لسګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د هغو ژمنیو مرستو پر دوام، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر لخوا د اهل خیر کسانو په همکارۍ پیل شوې وې، د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې له پاکستان څخه ۸۴ راستنو. . .

بېرته خبرونه ته