د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او ګډو همکاریو د پياوړتیا په موخه ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ  د ستونزو، بشري مرستو وړاندې کولو پر څرنګوالي، ملاتړ، سرپناه جوړولو، لازمو اسانتیاوو او د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د ګډو برنامو د تطبیق په برخه کې د همکارۍ پر زیاتوالي خبرې وشوې.
ښاغلي بنوري له ګاونډيو هېوادونو د راستنېدنې زیاتوالي ته په اشارې سره، په هغو ولایتونو کې، چې ډېر راستانه شوي او بېځایه شوي لري، د سرپناه او ژوند په برخو کې د مرستو د زیاتوالي غوښتنه وکړه. هغه ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د ملي او نړۍوالو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پر ارزښت ټينګار وکړ.
د کډوالۍ د نړۍوال سازمان استازو له یاد وزارت سره د همکارۍ د دوام ژمنه وکړه او د راستنېدنې، مېشتېدنې او د راستنو شویو د پیاوړتیا برنامو پر ملاتړ یې ټينګار وکړ.
په پای کې دواړو لورو کډوالو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د تخنیکي ناستو او ګډو همکاریو پر دوام هوکړه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته