د مهاجرينو چارو  وزارت  د کتاب  لوستو د سيالۍ پايلې اعلان شوې

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ - ۹:۴۴
-

 
د مهاجرينو چارو  وزارت  چارواکو او مسؤلينو چهارشنبه د سلواغې په (۱۹) مه  په يوې ناستې کې د ( ۱۹۵۱) کال د پناه  غوښتونکو د کنوانسيون د کتاب لوستلو د سيالۍ پايلې اعلان کړې او هغه کسانوته  چې په دغه سيالۍ کې يې لومړې نمرې ترلاسه کړې وې ستاينليکونه ورکړل.
په يادو مراسموکې  د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو  وزارت مالي او اداري  مرستيال الحاج محمد ارسلاح  خروټي  په اسلام کې د ساينس اهميت ته په اشارې سره وويل، موږ بايد د عصري علومو او ټيکنالوژۍ څخه کار واخلو ترڅو ټولنې او هېواد ته په داسې ډول خدمت وکړو، چې زموږ د ديني او اسلامي عقدې په پياوړتيا کې اغېزمن وي.
په ورته وخت کې  د تحقيق او معلوماتو رئيس مفتي حبيب الله شهيدزاده او د مرستو د همغږۍ رئيس شيخ عبدالرحمن رحماني په ټولنه کې داسلام له نظر د علم او د کتاب پر اهميت خبرې وکړې.
د کتاب لوستلو دغه سيالۍ د مهاجرينو چارو وزارت د تحقيق او معلوماتو رياست له لورې د غه وزارت کار کوونکو ته په لاره اچول شوې وه، چې ګډنوالو يې د (۱۹۵۱) کال د پناه غوښتنې د کنوانسيون او په اسلام کې د مهاجرت د تاريخ

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۱۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو چارو وزارت کې د روانې میاشتې په ۳۱مه د افغانانو پرمختګ لپاره د نوي فکر تعلیمي، خوندیتوب او د بحران کموول او د افغانستان لپاره د راتلونکې ټولنې پراختیا موسسو سره د ۴۰۱ زرو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د ننګرهار له څو تنو ولسي استازو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار له ولسي استازو او د کلیو له ملکانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې حاجي صادق، ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د پکتیا له څو تنو جهادي او قومي مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د لويې پکتیا له څو تنو جهادي او  قومي مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې د لویې پکتیا قومي مخور او جهادي. . .

بېرته خبرونه ته