دکندز ولايت د مهاجرينو ښارګوټو تخنيکي ارزونه وشوه
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلاوي له لوري د لړم د ( ۸) مې څخه تر (۱۲) مې د کندز ولايت د مهاجرينو د ښارګوټو تخنيکي ارزونه وشوه.
د پلاوي په خبره کندز ولايت د مهاجرينو لپاره يو ښارګوټی په مرکز او څلور نور د چهاردرې، امام صاحب، قلعه ذال او دشتي ارچي ولسواليو کې لري، مګر هېڅ ښارګوټی فعال نه دی او د فعالولو لپاره يې بايد کارونه د صفر څخه شروع شي.
سرچيني زياتوي، چې ياد ښارګوټي تفصيلي پلان او پراختيايي پروژو ته اړتيا لري او د والي او يوشمېر مسؤلينو سره يې چې کومې ناستې ترسره کړي د ښارګوټو په اړه يې ټول معلومات له هغوي سره شريک کړي.
پلاوی زياتوي چې خپلو هڅو ته به دوام ورکړي ترڅو دغه پروژې په کاميابۍ سره پای ته ورسيږي او د حل لپاره به يې وړانديزونه وکړي.
د ويلو ده، چې د مهاجرينو د ښارګوټو تخينکي ارزونه د مهاجرينو چارو وزارت له لورې د (UNHCR) دفتر په مرسته ترسره کېږي.