دکندز ولايت د مهاجرينو ښارګوټو تخنيکي ارزونه وشوه

sadam_morr
---

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلاوي له لوري د  لړم  د ( ۸) مې څخه تر (۱۲) مې  د کندز  ولايت د مهاجرينو د  ښارګوټو تخنيکي ارزونه وشوه.

د  پلاوي په خبره کندز  ولايت  د مهاجرينو لپاره يو ښارګوټی په مرکز او څلور نور د چهاردرې، امام صاحب، قلعه ذال او دشتي ارچي ولسواليو کې لري، مګر هېڅ ښارګوټی فعال نه دی او د فعالولو لپاره يې بايد کارونه د صفر څخه شروع شي.

 سرچيني زياتوي، چې ياد ښارګوټي تفصيلي پلان او پراختيايي پروژو ته اړتيا لري او د والي او يوشمېر مسؤلينو سره يې چې کومې ناستې ترسره کړي  د ښارګوټو په اړه يې ټول معلومات له هغوي سره شريک کړي.

 پلاوی زياتوي چې خپلو هڅو ته به دوام ورکړي ترڅو دغه پروژې په کاميابۍ سره پای ته ورسيږي او د حل لپاره به يې وړانديزونه وکړي.

د ويلو ده، چې د مهاجرينو د  ښارګوټو تخينکي ارزونه  د مهاجرينو چارو وزارت له لورې د (UNHCR) دفتر  په مرسته ترسره کېږي.