د ايران څخه له زرو زيات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول

sadam_morr

د نيمروز ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو آمريت  د معلوماتو پر بنسټ د وږي په ( ۲۰) مه د نميروز ولايت د ورېښمو پل له لارې (۱۷۵۰)  افغان مهاجر په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.

د يادو راستنېدونکو له ډلې (۱۳۶۳ ) تنه په جبري او ( ۳۸۷) تنه په خپله خوښه  هېواد ته راستانه شوي دي.

د سرچينې په خبره (۱۵۴)  تنه د مرستود ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) ته ورپېژندل شوي.