د ايران څخه له زرو زيات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو آمريت د معلوماتو پر بنسټ د وږي په ( ۲۰) مه د نميروز ولايت د ورېښمو پل له لارې (۱۷۵۰) افغان مهاجر په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.
د يادو راستنېدونکو له ډلې (۱۳۶۳ ) تنه په جبري او ( ۳۸۷) تنه په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
د سرچينې په خبره (۱۵۴) تنه د مرستود ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) ته ورپېژندل شوي.