کډوالو وزارت په يوه ناسته کې په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو وضعيت ښه والي په اړه خبرې وکړې

anwari_morr
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۹ - ۲۲:۴۸
______________

په هغه ناسته کې چې په  کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د  سرپرست او نوماند وزير نور الرحمن اخلاقي په مشرۍ  جوړه شوې وې په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو پر قانوني کېدو او د غير قانوني افغان کډوالو په اړه د ايران  د اسلامي شورا د ځينو غړو د وروستي پلان په اړه خبرې وشوې.

دکډوالو او راستنېدونکو چارو  وزارت سرپرست وزير وويل: چې په ايران کې د کډوالو د ستونزو کمولو لپاره د دوی قانوني کول،  دکډوالو بشري حقونو او امتيازاتو کارول او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د کډوالۍ پدېده کې د اسانتياو رامنځ ته کول مهم او ارزښتناک وباله او ټينګار يې وکړ چې افغان کډوالو ته د پېژند پاڼو  وېش ګړندی کړي.

 

همدارنګه د معلوماتو او احصايې ملي ادارې رئيس احمد جاويد رسولي وويل: تر اوسه ۲۰نفره تخينکي ټيم ايران ته د کډوالو د هويت د تثبيت او هغو ته د پېژند پاڼو د وېشلو لپاره استول شوی دی او ددې ډلې په زياتولو سرهبه  له سلو زياتو کسانو ته چې احصايه ملي ادارې چمتوالی نيولی دی دغه لړۍ نوره هم  ګړندۍ شي.

د هغه په خبره د ټولو کډوالو د پوښښ لپاره دا اړينه ده چې له زرو څخه زيات خلک ولرې ترڅو په يوه کال کې د پېژند پانو دوېش پروسه بشپړه شي.

د بهرنيو چارو وزارت د قونسل مرستيال احمد فياض امين دمعلوماتو پر اساس تر اوسه ۴۵۰۰ تنه افغان کډوالو ته پېژند پاڼې وېشل شوي او شاوخوا ۲۳ زره نورو هويت تثبيت شوی.

په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه چې د ايران د اسلامي شورا د استازو د وروستي پلان په اړه د هېواد د بهرنيو چارو وزير د ايران د بهرنيو چارو وزير سره خبرې وکړي او همدارنګه افغان کډوالو د قانوني کېدو لپاره به پېژند پاڼې ووېشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د دایکندي له والي مولوي تورجان سره وکتل

په دغې ناسته کې، چې په دایکندي کې د کډوالو چارو ته د رسېدنې په اړه خبرې وشوې، ښاغلي مولوي تورجان وویل، چې تر دې دمه په یاد ولایت کې نږدې ۱۰ زره راستانه شوي هېوادوال ثبت او له ځینو سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

کډوالو ته د چوپړتیاوو د ښه‌والي په موخه د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

له راستنېدونکو او بېځایه شویو څخه د ملاتړو برنامو د پراختیا په موخه، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له موسسه کانادایي برای اطفال متاثر از جنګ او پرورش جامعه پایدار و خلاق موسسې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۴۵
Background image

په کابل ښار کې سلګونو کډوالو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې ۹۰۰ راستنو شویو، بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنې ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
په دغو مرستو کې ۵ ډوله خوراکي توکي شامل دي، چې له زیانمونو شویو کډوالو کورنیو. . .

بېرته خبرونه ته