د مهاجرینو چارو وزیر د خوست له والي سره وکتل

anwari_morr
جمعه ۱۴۰۵/۸/۱ - ۱۲:۵۵
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د خوست له والي محترم مولوي عبدالرحمن حقاني سره وکتل.
په دغې لیدنه کې، چې په خوست کې د راستنو شویو  ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې وشوې، په پيل کې ښاغلي حقاني په یاد ولایت کې د راستنو شویو او د کډوالو چارو اړوند معلومات شریک کړل.
هغه وویل، چې په خوست کې له راستنو شویو سره ځينې بېړنۍ مرستې شوې؛ خو د ژمي تر راتګ وړاندې بېوزله کورنۍ خوراکي توکو ته اړتیا لري. د ښاغلي حقاني په وینا، چې د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د بېځایه شویو کورنیو د ژوند وضعیت له نیږدې ارزول شوی او په اړه یې خپل وړاندیزونه شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر نوموړي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې د همکارو ادارو په ملتیا بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل شوې او تمه کېږي، چې ګڼو سیمو ته ورسېږي.
محترم وزیر د کډوالو په چارو کې د امارتي ادارو پر همغږۍ ټينګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې اسلامي امارت د راستنو شویو د دایمي ستونزو حل ته پاملرنه کوي.
په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر د فرضي کرښې په اوږدو کې د ولسونو لاس نیوی اړین یاد کړ او د همکارۍ یادونه یې وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۴۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د یاد هېواد د کډوالۍ ادارې له مرستیال سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د تلې په ۳۰مه د دغه هېواد د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱ - ۱۲:۵۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د خوست له والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د خوست له والي محترم مولوي عبدالرحمن حقاني سره وکتل.
په دغې لیدنه کې، چې په خوست کې د راستنو شویو . . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱ - ۱۱:۵۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوي په ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي ترکیې ته د سفر په لړ کې تېره ورځ د افغانستان اسلامي. . .

بېرته خبرونه ته