د مهاجرینو چارو وزیر د خوست له والي سره وکتل

anwari_morr
Fri, Oct 23 2026 12:55 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د خوست له والي محترم مولوي عبدالرحمن حقاني سره وکتل.
په دغې لیدنه کې، چې په خوست کې د راستنو شویو  ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې وشوې، په پيل کې ښاغلي حقاني په یاد ولایت کې د راستنو شویو او د کډوالو چارو اړوند معلومات شریک کړل.
هغه وویل، چې په خوست کې له راستنو شویو سره ځينې بېړنۍ مرستې شوې؛ خو د ژمي تر راتګ وړاندې بېوزله کورنۍ خوراکي توکو ته اړتیا لري. د ښاغلي حقاني په وینا، چې د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د بېځایه شویو کورنیو د ژوند وضعیت له نیږدې ارزول شوی او په اړه یې خپل وړاندیزونه شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر نوموړي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې د همکارو ادارو په ملتیا بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل شوې او تمه کېږي، چې ګڼو سیمو ته ورسېږي.
محترم وزیر د کډوالو په چارو کې د امارتي ادارو پر همغږۍ ټينګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې اسلامي امارت د راستنو شویو د دایمي ستونزو حل ته پاملرنه کوي.
په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر د فرضي کرښې په اوږدو کې د ولسونو لاس نیوی اړین یاد کړ او د همکارۍ یادونه یې وکړه.

Latest news

BACK TO NEWS