د شهید امیرالمومنین ملا اخترمحمد منصور رحمه الله د شهادت د لسم تلین په مناسبت د قرانکریم ختم وشو
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په جومات کې د ماسپښین تر لمانځه وروسته د دغه وزارت معینانو، رییسانو او کارکوونکو په شتون کې د شهید امیرالمومنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله د شهادت د لسم تلین په مناسبت د قرانکریم ختم او دعا وشوه.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد په دې اړه خبرې وکړې او د هغه شخصیت، رهبري او خدمتونه یې په نیکۍ سره یاد کړل.
محترم راشد وویل: شهید امیر المومنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله یو مدبر، پوه شخصیت او د یوې خاصې ځانګړنې څښتن وو، چې په ډېرو حساسو حالاتو کې یې د اسلامي امارت رهبرۍ ته اوږه ورکړه.
د هغه پر خبره، په هغه وخت کې چې د اسلامي امارت پر وړاندې د غربي هېوادونو یرغل روان و، نوموړی وتوانېده، چې په ډېر ښه مدیریت سره د اسلامي امارت صفونه منظم او وضعیت بېرته عادي حالت ته راوګرځوي.
نوموړي څرګنده کړه، چې شهید امیر المومنین ملا اختر محمد منصور په رهبرۍ، د مجاهدینو په ساتنه او سمبالولو کې ځانګړی رول درلود.
دغه مراسم د شهید امیرالمومنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله او ټولو شهیدانو ته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.
