د داوطلبۍ اعلان
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، چې د شتمنیو د سم تنظیم او له شته امکاناتو څـخه د سمې ګټې اخیستنې په موخه ۳۴۷ قلمه داغمه توکي او ۸ عرادې داغمه موټر د لیلام له احکامو او قانون سره سم، په راڼه ډول د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې پر ۲۷مه نېټه د لیلام امریت د باصلاحیته استازي په شتون کې لیلام ته وړاندې کړي.
د یادونې ده، چې د ګډون د تضمین پیسو ۱۵ سلنه په نغد ډول د داوطلبۍ له پیل څخه مخکې اخیستل کېږي.
د لیلام د ترسره کېدو دقیق وخت او ځای به وروسته د رسمي اعلان له لارې وښودل شي.
له دغه کار څخه موخه د سرچینو سم مدیریت، له ضایعاتو مخنیوی او په اداري چارو کې د روڼتیا رامنځته کول دي.
