د مهاجرینو چارو وزارت مقام د دفتر رییس د چین سفارت د اقتصادي او تجارتي سلاکار سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په کابل کې د چین هېواد سفارت د اقتصادي او تجارتي سلاکار ښاغلي ماچنګوانګ او د اقتصادي او تجارتي څانګې درېیم سکرتر شو چینګحي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
محترم بنوري د هغوی د هر کلي پر مهال د چین هېواد له پخوانیو مرستو څخه، چې د وسایطو او سیار کورونو په بڼه یې یاد وزارت ته ورکړي وو، مننه وکړه. نوموړي زیاته کړه، چې د کډوالو چارو وزارت پلان لري، چې د دې مرستو درېیمه محموله هم اړمنو کسانو ته ورسوي او په دې برخه کې هغوی ته لومړیتوب ورکړي.
ښاغلي ماچنګوانګ د دې لیدنې په اړه خوښي څرګنده کړه او د خپل هېواد د مرستو د درېیمې محمولې په اړه یې معلومات ورکړل. هغه وویل، چې په نږدې راتلونکې کې به د چین د مرستو درېیمه محموله یاد وزارت ته وسپارل شي.