له څلورو همکارو موسساتو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شول

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۳:۳۷
-

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له څلورو همکارو بنسټونو سره د یو میلیون، ۲۳۰ زره او ۷۸ امریکايي ډالرو په ارزښت څلور هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه لیکونو له مخې به دغه موسسې یادې پیسې د نغدي مرستو ویش، ژمنيو توکو، روغتیا، پخلنځي وسایلو، زده کړو، عامه پوهاوي، د کډوالو د ملاتړ مرکزونو جوړولو، د کاري فرصتونو برابرولو او رواني روغتیا په برخو کې د هېواد په اتو ولایتونو کابل، کونړ، هلمند، زابل، نیمروز، بادغیس، فراه او هرات کې په مصرف رسوي، چې له امله به یې ۱۰ زره ۷۴۹ کورنۍ او ۱۱۰ زره ۸۱۲ تنه راستنېدونکي، بې ځایه شوي او د سیمې اوسېدونکي برخمن شي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته