کډوالو چارو وزارت مالي او اداري معين په پېښور کې د افغان کډوالو له اتشې سره وکتل

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۱۱:۲۵
-
د زمري میاشتې په ۲ مه نیټه د کډوالو چارو مالي او اداري معین شيخ کليم الرحمن فاني په خپل کاري دفتر کې د پاکستان په پېښور ښار کې د افغان کډوالو له اتشې قاري نياز محمد عارف سره وکتل.
په دغه ليدنه کې د دواړو لوريو ترمنځ په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعيت او د هغوی د ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي عارف د کاري ساحې په برخه کې ستونزې او د اتشې د تشکيل د زياتوالي موضوع له محترم فاني سره شريکه کړه.
مالي او اداري مرستیال د یاد دفتر د ستونزو د حل په برخه کې ډاډ ورکړ او په یاد پېښور کې د افغان کډوالو لپاره د لا زياتو همکاريو د دوام او د خدماتو د اسانتيا پر زياتوالي ټينګار وکړ.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته