د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي ګل زرین بصر سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو او راستنو شویو کوچیانو ته د مرستو رسولو او د هغوی د ستونزو حل په اړه خبرې وشوې.
په پیل کې مولوي ګل زرین بصر وویل، چې د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې د ځمکو د غصب له امله کوچیان له ګڼو ستونزو سره مخ وو او د ژوند ساحه یې تنګه شوې وه.
د نوموړي پر وینا، چې د ځینو ستونزو له امله د کوچیانو مالداري زیانمنه شوې او هڅه کېږي، چې له هغوی سره مرستې وشي او اړینې اسانتیاوې ورته چمتو شي.
هغه کوچیانو ته د څښاک اوبو برابرولو او د هغوی پر زده کړو ټینګار وکړ او د هغوی ځینې ستونزې یې شریکې کړې.
محترم مولوي عبدالکبیر د کوچیانو چارو د سمون لوی رییس مولوي ګل زرین بصر ته ښه راغلاست وویل او د نوموړي د هڅو ستاینه یې وکړه.
ښاغلي وزیر څرګنده کړه، چې اسلامي امارت راستنو شویو او داخلي بېځایه شویو ته د مرستو رسولو په موخه اړین چمتوالی نیولی او ګڼو امارتي ادارو ته مسوولیتونه سپارل شوي دي.
نوموړي د ولسونو د ستونزو د حل په برخه کې د اسلامي امارت هڅو ته په اشارې سره د کوچیانو د چارو د سمون د لوی ریاست وړاندیزونه مهم وبلل او ورته د رسېدنې یادونه یې وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي ګل زرین بصر سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په سپيدار ماڼۍ کې د لوی اختر لمونځ ادا شو

په سپيدار ماڼۍ کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبر په ګډون د لوی اختر لمونځ ادا شو. په دې مراسمو کې د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو مسوولینو، په کابل کې د مېشتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۹
Background image

د شهید امیرالمومنین ملا اخترمحمد منصور رحمه الله د شهادت د لسم تلین په مناسبت د قران‌کریم ختم وشو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په جومات کې د ماسپښین تر لمانځه وروسته د دغه وزارت معینانو، رییسانو او کارکوونکو په شتون کې د شهید امیرالمومنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله د. . .

بېرته خبرونه ته