کډوالو وزير د ښه لاسرسي په موخه د چارواکو په زياتو هلو ځلو ټينګاروکړ

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۱۳:۵۹
____________

 

په هغه مراسموکې چې د کډوالو وزارت د مالي او اداري مرسيتال احمد ولي حکمي د مخښې او د هغه د هڅو د ستايلو په مخه جوړ شوي و د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي د ښه لاسرسي په موخه د چارواکو په زياتو هلو ځلو ټيڼګار وکړ .

ښاغلي اخلاقي وويل: چې د چارواکو ډېرې هڅې به اړمنو ته د ښه پاملرنې لامل شي.هغه پخواني مالي او اداري مرستيال ته د بريا او هوساينې هيله وکړه اود نوموړي  ترسر شوي کارونه يې وستايل او مننه يې ترې وکړه.

ښاغلي اخلاقي پېښو ته د رسېدو او اړمنو په برخه کې د چمتوالي خبر ورکړ او په دې برخه کې يې د وزارت نوي پلانونه اعلان کړل. هغه د وزارت تشکيلاتي اصلاحات د خپلو موخو سره د ادارې په سمون کې يو ښه ګام وباله ويې ويل: د ادارې جوړښت کې بدلونونه بايد د کډوالۍ سالمې پديدې لپاره ځواب ويونکي وي.

موږ هڅه کو چې هغه افغان کډوال چې له هېواد بهر ژوند کوي وپيژندل شي او د دوی حقوقي وضعيت مديريت شي.همدارنګه مو ږ په  وزارت کې دکډوالو د معلوماتو د هر اړخيز مرکز په رامنځته کولو کار کوو چې د کډوالو، بېځايه شوو او راستنېدونکو په اړه کره شمېرې وړاندې کړو.

د ويلوده چې احمد ولي حکمي له اوو کلونو څخه د ډېرې مودې لپاره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال په توګه دنده ترسره کړې او د مروغومي په ۷مه يې د وزارت مشرتابه او کارکوونکو سره مخښه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د دایکندي له والي مولوي تورجان سره وکتل

په دغې ناسته کې، چې په دایکندي کې د کډوالو چارو ته د رسېدنې په اړه خبرې وشوې، ښاغلي مولوي تورجان وویل، چې تر دې دمه په یاد ولایت کې نږدې ۱۰ زره راستانه شوي هېوادوال ثبت او له ځینو سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

کډوالو ته د چوپړتیاوو د ښه‌والي په موخه د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

له راستنېدونکو او بېځایه شویو څخه د ملاتړو برنامو د پراختیا په موخه، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له موسسه کانادایي برای اطفال متاثر از جنګ او پرورش جامعه پایدار و خلاق موسسې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۴۵
Background image

په کابل ښار کې سلګونو کډوالو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې ۹۰۰ راستنو شویو، بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنې ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
په دغو مرستو کې ۵ ډوله خوراکي توکي شامل دي، چې له زیانمونو شویو کډوالو کورنیو. . .

بېرته خبرونه ته