کوښښ کوو چې د لرې پرتو سيمو وړ او مستحقو کورنيو ته په پوره روڼتيا او چټکتيا سره مرستې ورسوو

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۴ - ۲۲:۳۵
________
نن د رمضان مياشتې ۲۳ مه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خليل الرحمن حقاني لوګر ولايت ته د سفر پر مهال وويل چې په ټول توان کوښښ کوو، چې د هيواد د لرې پرتو سيمو وړ او مستحقو کورنيو ته په پوره روڼتيا او چټکتيا سره مرستې ورسوو.
نوموړي هلته شهيدانو ته د دعا ترڅنګ د زرو بېوزلو، معيوبو، شهيدانو او بې ځایه شوو کورنيو سره د نقدي او خوراکي توکو مرسته وکړه.
د لوګر ولايت د ولسونو په نمايندګۍ حاجي غلام نبي د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزیر د سفر څخه مننه وکړه او د ولسونو شته ستونزې يې د وزير صاحب سره شريکې کړې.
وروسته د لوګر ولايت والي مولوي عنایت الله شجاع خبرې وکړې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزیر د سفر څخه يې مننه وکړه او د ولسونو څخه يې د وړ او مستحقو کورنيو په پيژندلو کې د مرستې غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته