کابل کې (٥٠٠) اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشې

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۸ - ۱۹:۵۰
//////////
 
١٤٠٠کال, ليندۍ, ٨مه, کابل; افغانستان
په کابل کې ( ٥٠٠) اړمنو کورنيو سره د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې په نوم موسسې لخوا د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د دغې موسسې رئيس حاجي محمد عالم شهاب د مرستو د ويش پرمهال وويل: زموږ اداره له کلونو راهيسې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو مرستې کوي او په راتلونکي کې به هم دغه مرستې دوام لري.
د هغه په وينا, په ننيو مرستو کې (١٨) کيلو وړه،(٥) ليتره غوړي،(٧) کيلو وريجې،(٥) کيلو بوره،(٥) کيلو لوبيا او نيمه کيلو چای شامل دي چې د يوې کوچنۍ کورنۍ لپاره نږدی يوه مياشت کفايت کوي.
دغه راز د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې موسسې څخه ځانګړې مننه وکړه او ويې ويل: نور موسسات او خېريه بنسټونه دې ددې موسسې په څېر د اړمنو کورنيو سره خپلې مرستې زياتي کړي.
د نوموړي په وينا، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅه کوي چې ټولو اړمنو هېوادوالو ته مرستې په شفاف ډول ورسوي او دوی په دغه برخه کې شپه ورځ کار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته