په کډوالو چارو وزارت کې دهر اړخيزو خبرو اترو لپاره دخلکو کمېټې ناسته جوړه شوه

sadam_morr
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۲ - ۱۲:۵۴
په کډوالو چارو وزارت کې دهر اړخيزو خبرو اترو لپاره دخلکو کمېټې ناسته جوړه شوه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرسيتالې ډاکټرې عالمې په مشرۍ په کډوالو چارو وزارت کې د هر اړخيزو خبرو اترو دخلکو  کمېټې ناسته جوړه شوه.

دغه ناسته د تلې په ۲۱مه جوړه شوې وه پکې، په تهران کې د افغانستان د سفير مرسيتال عبدالقويم سليماني، ملي امنيت شورا دفتر استازي، ملي امنيت رياست، ماليې وزارت، بهرنيوچارو وزارت او دنفوسو داحوالو د ثبت ادارې استازو شتون درلود.

د يادې ناستې مهم موضوعات په ايران کې د کډوالو دمديرت څرنګوالی په ځانګړي توګه بې اسناد کډوالو ته د پېژندپاڼووېش او په هغه هېواد کې د دوی قانوني شتون وو.

په ناسته کې وويل شو، چې د ايران په ۲۰ ولايتونوکې  به د راجسټريشن لپاره ۲۸ حوزې فعالې شي، ترڅو د افغان کډوالو پېژندنه او د پېژند پاڼو وېش رامنځ ته شي او د نفوسو د احوالو دثبت ادارې د پېژند پاڼو د وېش په موخه بشپړ چمتوالی اعلان کړ. 

د پناه غوښتونکو مرسيتالې د اړوندو بنسټونو څخه غوښتنه وکړه، چې دخلکو کمېټه له نورو کمېټو سره توپير لري،ځکه دا د انسانانو برخليک سره  سرو کارلري؛ نو بايد ټول اړند بنسټونه په دې برخه کې  په رښتينې او جدي توګه همکاري وکړي،  ترڅو په ايران کې دافغان کډوالو شتون قانوني کړي او له زيان څخه خوندي شي.

سليماني د کمېټو له غړو غوښتنه وکړه، چې په ايران کې مېشت افغان کډ‌والو چې ۴۵۰ زره لاسي ليکلي پاسپورتونه په ماشيني پاسپورتونو واوړي نو د غيرقانوني کډوالۍ مخه به ونيول شي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین له ترمینال پایتخت کمپ څخه لیدنه وکړه

تېره ورځ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد او د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټې رییس له مل پلاوي سره د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې له ترمینال پایتخت کمپ څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۲:۴۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت له همکارو موسسو سره نږدې د یو میلیون امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت راستنو شویو او بېځایه شویو ته په هېواد کې د زده‌کړو او کاري زمینې برابرولو په موخه، له سازمان خدمات مهاجرین، بشري صلح سازان افغان او سازمان شرکای. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د دایکندي له والي مولوي تورجان سره وکتل

په دغې ناسته کې، چې په دایکندي کې د کډوالو چارو ته د رسېدنې په اړه خبرې وشوې، ښاغلي مولوي تورجان وویل، چې تر دې دمه په یاد ولایت کې نږدې ۱۰ زره راستانه شوي هېوادوال ثبت او له ځینو سره. . .

بېرته خبرونه ته