په کډوالو وزارت کې د اجراتو د ارزونې ښوونیزه برنامه تر سره شوه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۵۴
-

په کډوالو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دغه وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د مرکزي او دویمي واحدونو امرینو ته د اجراتو د ارزونې یوه ورځنۍ ښوونیزه برنامه تر سره شوه.

د برنامي په پیل کې د دغه وزارت مالي او اداري معین شیخ کلیم الرحمن فاني د اجراتو د ارزونې په اړه خبرې وکړي او ویې ویل: ارزونه د یوه کارکوونکي لپاره ځانګړی ارزښت او ښې پایلې لري. هغه زیاته کړه، چې د ارزونې په مرسته تشې ډکېږي او دغه ډول برنامې د وزارت د کارکوونکو وړتیاوې لوړوي.
ورپسې د کارکوونکو چارو رییس عرفان الله عباد د موضوع پر ارزښت او د برنامې پر موخو خبرې وکړې او له کډونوالو څخه یې وغوښتل تر څو له هغه څه، چې د ارزونې په اړه وړاندې کېږي، ګټه واخلي.
وروسته کډونوالو ته د ارزونې ډولونو، د اجراتو د اسنادو ارزونې، مکلیفتونو او مسوولیتونو په اړه پرزینټېشن وړاندې شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۵۴
Background image

په کډوالو وزارت کې د اجراتو د ارزونې ښوونیزه برنامه تر سره شوه

په کډوالو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دغه وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د مرکزي او دویمي واحدونو امرینو ته د اجراتو د ارزونې یوه ورځنۍ ښوونیزه برنامه تر سره شوه.

د برنامي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۱۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د بغلان له والي مولوي عبدالرحمن حقاني سره وکتل

په دې ناسته کې، چې راستنو شویو او داخلي بېځایه شویو ته د مرستو رسولو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي عبدالرحمن حقاني په بغلان کې د کډوالو او بېځایه شویو د وضعیت اړوند معلومات شریک کړل او اړمنو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۱:۱۶
Background image

په کډوالو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له  خدمات اجتماعي زنان افغانستان او هاجر نړۍوالې موسسو سره د ۲۵۱ زره او ۷۰۴ امریکايي ډالرو په ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
یادې موسسې به، د. . .

بېرته خبرونه ته