د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رییس عرفات جمال سره وکتل

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۲
ـ

 

په دغې ناسته کې، چې په روان زیږدیز کال کې راستنېدونکو ته د اړینو مرستو د رسولو او په اداري چارو کې د اسانتیاوو په اړه خبرې وشوې، عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت همکارۍ وستایلې او زیاته یې کړه، چې په تېر زیږدیز کال کې یادې کمېشنرۍ ۲.۲ میلیونو راستنو شویو ته خدمات او مرستې وړاندې کړې دي.

 

د نوموړي پر وینا، چې د روان زیږدیز کال لپاره لومړیتوبونه او د کډوالو اړتیاوې په ګوته شوې او هغو ته په کتو به خپلې چارې تنظیم کړي.

 

ښاغلي عرفات جمال په افغانستان کې په دوامداره او اغېزمنه توګه د راستنېدونکو چارو ته د رسېدنې په موخه په اداري پړاونو کې د اساتنیاوو رامنځته کولو او ځینو شته ستونزو د حل اړوند وړانديزونه له محترم وزیر سره شریک کړل.

 

محترم مولوي عبدالكبير د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ رییس او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او له افغانانو سره یې د ملګرو ملتونو له مرستو مننه وکړه.

 

محترم وزیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو ته د رسېدنې په موخه د امارتي او نړۍوالو بنسټونو تر منځ همغږي مهمه وبلله او په اړوندو چارو کې یې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

 

د ناستې په پای کې محترم وزیر روان کال راستنو شویو ته د لاډېرو مرستو پر رسولو ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۲۰:۳۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر په یوه ګډه ناسته کې د الفتح قول اردو له قومندان او د سرپل له والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې په یوه ګډه ناسته کې د الفتح قول اردو له قومندان ملا رحمت الله محمداکا او د سرپل له والي قاري بختیار معاذ. . .

بېرته خبرونه ته