په کابل کې راستنو شویو کورنیو ته کجورو وېش پیل شو

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۱:۳۶
-

د سلواغې په ۲۸مه د کابل ښار په ټرمینال پایتخت کمپ کې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د عربستان هېواد د ملک سلیمان خیریه بنسټ له لوري د کجورو وېش پیل شو.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ رییس محترم مولوي محمود الحق احدي له دغو مرستو مننه وکړه او ویې ویل: د وېش په دغې لړۍ کې ۴ زره کارټنه کجورې شاملې دي، چې په لومړۍ مرحله کې سل کورنۍ ترې برخمنې شوې.
نوموړي د وېش له شفافیت څخه ډاډ وړاندې کړ او له یاد بنست څخه یې د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
ټاکلې ده، چې پاتې راستنې شوې کورنۍ به په نيږدې ورځو کې له دغو مرستو برخمنې شي.
د یو بل خبر له مخې، په یاد کمپ کې د سېلاب خیریه بنست له لوري له ۳۶۰ تنو راستنو شویو سره د یوې یوې جوړې کرمچ بوټونو مرسته وشوه.
د اسلامي امارت رهبرۍ راستنو شویو ته ځانګړې پاملرنه لري او هڅه کوي، چې د ژمي په سړو ورځو کې هغوی ته بېلابېلې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په کابل کې له لسګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د هغو ژمنیو مرستو پر دوام، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر لخوا د اهل خیر کسانو په همکارۍ پیل شوې وې، د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې له پاکستان څخه ۸۴ راستنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۱:۳۶
Background image

په کابل کې راستنو شویو کورنیو ته کجورو وېش پیل شو

د سلواغې په ۲۸مه د کابل ښار په ټرمینال پایتخت کمپ کې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د عربستان هېواد د ملک سلیمان خیریه بنسټ له لوري د کجورو وېش پیل شو.
د مهاجرینو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۹:۴۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د یوه الماني شرکت له استازو سره وليدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي مولوي سید احمد بنوري، په خپل کاري دفتر کې د یوه الماني شرکت له استازو سره ولیدل.
په دې ناسته کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو. . .

بېرته خبرونه ته