ميدان وردګو ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکوچارو آمريت ته د اړمنو کورنيو سره د مرستو په موخه خوراکي مواد ور وسپارل شول.

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۰/۸/۶ - ۲۲:۱
ـــــــــــــــ

دميدان وردګو ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو آمريت ته (1000) بېوزلو او اړمنو کورنيو ته دوېش په موخه خوراکي مواد د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلاوي لخوا چې مشري یې مفتي صیب نصرالله هاشمي کوله ور وسپارل شول.

ديادو مرستو د سپارلو په مراسمو کې د کډوالو او راستنېدنکو چارو وزارت دهمغږۍ رئیس مولوي حسين الله او د دې ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو آمر فضل عمر اخوندزاده هم ګډون درلود.

دغه ولايت ته د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لخوا لېږل شوي پلاوي په وینا، دغه مرستې به د سروې وروسته په دې ولایت کې په بېځایه شویو او اړمنو کورنیو و وېشل شي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۴۵
Background image

په کابل ښار کې سلګونو کډوالو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې ۹۰۰ راستنو شویو، بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنې ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
په دغو مرستو کې ۵ ډوله خوراکي توکي شامل دي، چې له زیانمونو شویو کډوالو کورنیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۲۳
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې تر یو میلیون زیاتو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د ګډو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د هیات ناروی برای مهاجرین نړۍوالې موسسې تر منځ د یو میلیون ۵۲۳ زره او ۵۹۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۸
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چاور وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې په پېښور کې له افغان جنرال قونسل حافظ محب الله شاکر سره وکتل

په دې ناسته کې، چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغانانو پر وضعیت خبرې وشوې، ښاغلي حافظ محب الله شاکر وویل، چې په پاکستان کې د کډوالو ثبت لړۍ کې افغان راستنېدونکي له سختو ستونزو سره مخ. . .

بېرته خبرونه ته