زابل کې ۱۵۰ بځايه شوو او راستنو شوو کورنيوسره مرسته وشوه
دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لورې د زابل ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۵۰ بېځايه شوو او راستنو شوو کورنيوسره دخوراکي او غيرې خوراکي موادو مرسته وشوه.
د يادو کورنيو له ډلې ځينې يې دجګړو له امله او يو شمېر نورې يې له ګاونډيو هېوادونو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې چې د تېرې پنج شنبې په ورځ د وري په ۸ مه هرې کورنۍ ته دخوراکي اوغيرې خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
