زابل کې ۱۵۰ بځايه شوو او راستنو شوو کورنيوسره مرسته وشوه

Anonymous (not verified)
Sun, Mar 31 2019 2:52 PM
زابل کې ۱۵۰ بځايه شوو او راستنو شوو کورنيوسره مرسته وشوه

دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لورې د زابل ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۵۰ بېځايه شوو او راستنو شوو کورنيوسره دخوراکي او غيرې خوراکي موادو مرسته وشوه.

د يادو کورنيو له ډلې ځينې يې دجګړو له امله  او يو شمېر نورې يې له ګاونډيو هېوادونو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې چې د تېرې پنج شنبې په ورځ د وري په ۸ مه  هرې کورنۍ ته دخوراکي اوغيرې خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

Latest news

BACK TO NEWS