د کډوالو چارو وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو د راتلونکو پلانونو په اړه معلوماتي ناسته ترسره شوه.

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۲۱:۴۲
-

د چارو ادارې د عمومي ریاست، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي او دویمي واحدونو د راتلونکو پلانونو معلوماتي ناسته د مالي او اداري او مسلکي معینانو، مرکزي رئیسانو او خپلواکو آمرینو په حضور کې ترسره شوه.
پیل کې د مالي او اداري چارو معین شیخ کلیم الرحمن فانی، د سپېڅلي اسلام له لیدلوري او د نبوي ارشاداتو له مخې د پلان، د پلان ترتیب، لارښوونو او اهمیت په اړه حاضرینو ته معلومات ورکړل.
وروسته، د وزارت مسلکي معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین،  د حکمونو د تطبیق په اړه خبرې وکړې.
همداراز د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمود الحق احدي، د چارو اداري د عمومي ریاست د مرکزي او ولایتي واحدونو د پلان په اړه د نننۍ ناستې ګډونوالو ته وضاحت ورکړ.
وروسته، د دې وزارت د راتلونکي کال د پلان په اړه چمتو شوی پریزنټیشن د پلان ریاست د پلان آمر، حکمت الله رحیمي، له لوري وړاندې شو.
د ناستې ګډونوالو د وزارت د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه خپل نظریات څرګند کړل او هر اړخیزې خبرې یې وکړې.
ناسته د وزارت پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمود الحق احدي له خوا د دعاييې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۹
Background image

د شهید امیرالمومنین ملا اخترمحمد منصور رحمه الله د شهادت د لسم تلین په مناسبت د قران‌کریم ختم وشو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په جومات کې د ماسپښین تر لمانځه وروسته د دغه وزارت معینانو، رییسانو او کارکوونکو په شتون کې د شهید امیرالمومنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۴۳
Background image

د کډوالو چارو وزیر د کونړ له ګڼ شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ له ګڼ شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل. په دې لیدنه کې په کونړ کې د کډوالو ښارګوټي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۲۹
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت له دوو موسسو سره د همکارۍ ۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان ښځو لپاره د ښځو او ناروي نړۍوالو موسسو ترمنځ د ۲ میلیونو ۲۳۵ زره او ۸۷۹ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ ۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

دغه. . .

بېرته خبرونه ته