د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ډنمار د کډوالو شورا له مشرې اغلې چارلت سلنته سره وکتل.

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۸:۵۹
_


په دې ناسته کې چې د افغانستان او منځنۍ اسیا لپاره د ډنمارک د کډوالو شورا مسوولینو هم برخه لرله، په افغانستان کې د زلزلې له امله بیځایه شوو او له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنېدونکو افغانانو ته د مرستو رسولو په اړه خبرې وشوې.
اغلې چارلت سلنته په زلزله کې د هېوادوالو د مرګ ژوبلې له امله خپله غمشریکي له محترم وزیر سره شریکه کړه او زیاته یې کړه، چې د ډنمارک د کډوالو شورا(DRC) خپلې بېړنۍ مرستې د افغانستان ختېځ ته لېږلي دي او همکاران یې له اسلامي امارت سره په همغږۍ مرسته رسونه کوي.
نوموړې له کډوالو چارو وزارت سره په همکارۍ ټېنګار وكړ او د اسلامي امارت لخوا راستنېدونکو ته د وړاندې کېدونکي خدمتونو ستاینه یې وکړه.
اغلې چارلت سلنته، پر وخت د کډوالو لاس نیوي لپاره د اداري لړۍ د ساده او لنډېدو وړاندېز وکړ او زیاته یې کړه، چې د لنډ مهاله مرستو سربېره باید د کډوالۍ پر دایمي حللارو فکر وشي.
هغې په جبري ډول د کډوالو ستنول د اندېښنې وړ یاد کړ او په وینا یې، چې له پاکستاني او ایراني چارواکو سره به د افغان کډوالو په تړاو اندېښنې شریکې کړي او دغه راز به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په څنډه کې د افغان کډوالو ستونزې تر اړوندو هېوادونو ورسوي.
محترم مولوي عبدالکبیر د ډنمارک د کډوالو شورا چارواکو او مسوولینو ته ښه راغلاست وویل او د هغوي بشري مرستې یې وستایلې.
محترم وزیر زیاته کړه، چې د زلزلې له امله بیځایه شوي بېړنیو خوراکي او غیري خوراکي مرستو ته اړتیا لري او اسلامي امارت یوې کمیټې ته دنده سپارلې چې مرستې په ښه ډول اغېزمنو ته ورسوي.
نوموړي بیځایه شوو ته پر نقدي مرستو او د هغوي د کورونو پر بیارغونه ټېڼګار وکړ او یادونه یې وکړه، چې نړیوال بنسټونه دې له بیځایه شوو سره له مرستې خپل امکانات نه سپموي.
د ناستې پر دوام محترم مولوي عبدالکبیر وویل، چې اسلامي امارت راستنو شوو ته د دندې موندې هڅې کوي او د کډوالۍ د دایمي حل لپاره اسلامي امارت لاس په کار دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

کډوالو وزارت کې د همکارۍ شپږ هوکړه‌ لیکونه لاسلیک شول

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت کې له بازسازۍ، اجتماعي و تعلیمي زنان افغانستان، هیات ناروې برای مهاجرین، ان سي آی، انکشافي و اجتماعي رازي، بشردوستانه برای مردم افغانستان و مراقبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۲:۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معین مولوي جانان آغا احمدزي په ملتیا، لوګر ته له پاکستان څخه د راستنو شویو هېوادوالو له استازو سره وکتل.

په دې ناسته کې حاضرینو په لوګر کې د مېشتو کډوالو د ژوند د حالت په اړه معلومات له محترم وزیر سره شریک کړل او زیاته یې کړه، چې څو کاله وړاندې له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي، خو تر دې. . .

جمعه ۱۴۰۴/۷/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سویلي اسیا لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مسوول ښاغلي محمد رضا بهرامي سره وکتل.

په دې ناسته کې چې په کابل کې د ایران سفیر ښاغلي علیرضا بیګدلي هم حضور درلود، په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو او د سیمې د وروستي حالت په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي محمد رضا بهرامي په مهمو. . .

بېرته خبرونه ته