د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انګلستان د بشري مرستو پلاوو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۳:۶
ـ

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمود الحق احدي او د بریتانیا د بشري مرستو رییس الیستر برنیت ترمنځ د ایران او پاکستان څخه د جبري راستنېدونکو د وضعیت په تړاو غونډه وشوه.

په دې غونډه کې چې د کډوالو وزارت یو شمېر رییسانو، امرینو او د بهرنیو چارو وزارت استازي ګډون درلود، د جبري راستنېدونکو د ځان بسیاینې او د هغوی د ستونزو د حل په موخه بحثونه وشول.

د پلان او پالیسۍ رییس مولوي احدي وویل، چې په هېواد کې د سولې له راتګ سره نړیوال سازمانونه کولای شي د هېواد هرې سیمې ته سفر وکړي او د افغانانو ملاتړ وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې د نړیوالو بنسټونو په مرستو کې روڼتیا او توازن نه دی رعایت شوی.

دواړو لوریو د جبري راستنېدونکو د ستونزو د حل لپاره پر بېلابېلو لارو چارو بحث وکړ او د همکارۍ پر دوام یې ټینګار وکړ. په غونډه کې د راستنېدونکو د بیا مېشتېدنې، کاري فرصتونو، سرپناوو او بیړنیو مرستو په اړه خبرې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۲۰:۳۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له رییس ښاغلي عرفات جمال سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې د افغان راستنېدونکو او کډوالو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي عرفات جمال وویل، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل نړۍوال ګروپ مشرتابه د افغان راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې تر دوو میلیونو د زیاتو افغانیو پر ارزښت د همکارۍ پينځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوه میلیونه ۱۸ زره  او ۱۴۴ امریکايي ډالرو پر ارزښت له اپیک انټرنیشنل، انجمن مهاجرین ‌‌دنمارک در افغانستان، تعلیمي و خیریه افغان بازسازي افغانستان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین له ترمینال پایتخت کمپ څخه لیدنه وکړه

تېره ورځ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد او د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټې رییس له مل پلاوي سره د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې له ترمینال پایتخت کمپ څخه. . .

بېرته خبرونه ته