د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلاجلا ناستو کې د اهل تشیع له څو تنو مخورو او علماوو سره وکتل.

anwari_morr
جمعه ۱۴۰۴/۲/۲۶ - ۲۰:۱۱
-
په دغو ناستو کې چې د کډوالو د ستونزو پر حل او د اهل تشیع ولسونو د یو لړ وړاندېزونو په هکله په کې خبرې وشوې، راغلو مخورو د قومونو د ستونزو د حل په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو په ستایلو سره وویل، چې اهل تشیع وګړي د اسلامي نظام له کړنو رضایت لري.
حاضرو مخورو او علماوو په ایران کې د افغان مهاجرینو د قانوني اسنادو او د هېواد په ځینو سیمو کې کډوالو ته د استوګنیزو ښارګوټو اړوند وړاندیزونه له محترم مولوي عبدالکبیر سره شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع مخورو او علماوو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، چې اسلامي امارت د مهاجرینو ستونزو ته متوجه دی او اړوندو امارتي ادارو ته دنده سپارل شوې چې په بهر کې افغان کډوالو ته د اړتیا وړ اسناد چمتو کړي.
محترم وزیر د اسلامي امارت ادارې د ولس په خدمت کې وبللې او په وینا یې چې حکومت د اغېزمن کار په موخه د خلکو همکارۍ ته اړتیا لري.
محترم مولوي عبدالکبیر، د خپلو خبرو په پای کې، د اهل تشیع د مخورو وړاندیزونو ته د رسیدنې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۱۶
Background image

د کډ‌والو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په بېلو، بېلو ناستو کې د بغلان د نهرین او دهنه غوري ولسوالیو د راستنو شویو هېوادوالو له استازو سره وکتل

د دهنه غوري ولسوالۍ د راستنو شویو استازو، چې د پکتیکا ولایت د مرستیال مخدوم عبدالسلام سعادت په مشرۍ تشریف راوړی وو، خپل هېواد ته په راتګ او د اسلامي امارت لخوا د ورسره شوې همکارۍ له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۲:۴۱
Background image

د کډ‌والو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کابل له امنیه قومندان ملا ولي جان حمزه سره وکتل.

په دې ناسته کې چې د  کابل د امنیت د ټېنګښت په اړه خبرې وشوې، ښاغلي ملا ولي جان حمزه وویل چې د اسلامي امارت د مشرانو ښه رهبري او د مجاهدینو قرباني د افغانستان د ثبات او امنیت سبب شوې ده.. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۲۰:۵۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کندز د کلباد ولسوالۍ له څو تنو علماوو او مخورو سره وکتل

د کندز له کلباد څخه راغلیو قومي مخورو او علماوو د کډوالو چارو وزارت له همکارۍ او لیدنو څخه په خوښۍ وویل، چې د اسلامي امارت له مشرانو سره د ولس ناستې د حکومت او خلکو تر منځ د ښو اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته