د کابل ولایت د مهاجرینو چارو ریاست نوي ځای ته ولېږدول شو

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۸:۴۴
-
د کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست خپلو موخو ته د ښې رسېدنې او بې ځایه شویو او راستنېدونکو ته د لا زیاتو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له خپل پخواني ځای څخه نوي ځای ته ولېږدول شو.
په دې اړه د دوشنبې ورځ په جوړو شویو مراسمو کې چ ورځ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د کابل ولایت والي شیخ امان الله عبید او د مهاجرینو چارو وزارت ځینو مرکزي رییسانو ګډون کړی و.
ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې هیله څرګنده کړه، چې د کابل د مهاجرینو ریاست به وکولای شي له نویو اسانتیاوو څخه په ګټنې سره د خلکو لا ښه چوپړ او خدمت وکړي.
نوموړي د کاري بهیر د لیدنې پر مهال د دې ادارې کارکوونکو ته له مراجعینو سره د ښه چلند په اړه لازمې لارښوونې وکړې او په کاري برخه کې یې د شته ستونزو د حل او ورته د رسېدنې ډاډ ورکړ.
د کابل والي د خپلو خبرو په ترڅ کې له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه راستنو شویو مهاجرینو ته د خدمت په برخه کې د مهاجرینو چارو وزارت د رهبرۍ د کار او مدیریت ستاینه وکړه.
د کابل ولایت د مهاجرینو چارو رییس مولوي عبدالرحمن حبیبزي د پخوا په پرتله د صادقانه او رښتینو خدمتونو په ترسره کولو کې د لا همغږۍ او همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۲۰:۳۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له رییس ښاغلي عرفات جمال سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې د افغان راستنېدونکو او کډوالو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي عرفات جمال وویل، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل نړۍوال ګروپ مشرتابه د افغان راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې تر دوو میلیونو د زیاتو افغانیو پر ارزښت د همکارۍ پينځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوه میلیونه ۱۸ زره  او ۱۴۴ امریکايي ډالرو پر ارزښت له اپیک انټرنیشنل، انجمن مهاجرین ‌‌دنمارک در افغانستان، تعلیمي و خیریه افغان بازسازي افغانستان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین له ترمینال پایتخت کمپ څخه لیدنه وکړه

تېره ورځ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد او د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټې رییس له مل پلاوي سره د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې له ترمینال پایتخت کمپ څخه. . .

بېرته خبرونه ته