د کابل ده سبز ولسوالۍ کې (٥٠٠) اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې
١٤٠٠کال, ليندۍ, ١٠مه, کابل; افغانستان
د کابل, ده سبز ولسوالۍ محمديه ښارګوټي (٥٠٠) اړمنو کورنيو سره د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې په نوم موسسې لخوا د خوراکي توکو مرستې وشوې
د دغو مرستو د وېش پر مهال د يادې موسسې رئيس حاجي محمد عالم شهاب وويل: د افغانستان ډېر غيرتي ولس دی او نړيوال دې د بنديزونو په نامه دوی نه ننګوي، هغه يو ځل بيا په نړيوالو غږ وکړ،چې د افغانانو کنګل شوې شتمنې ازاده کړي.
د هغه په وينا, په ننيو مرستو کې(١٨) کيلو وړه،(٥) ليتره غوړي،(٧) کيلو وريجې،(٥) کيلو بوره،(٥) کيلو لوبيا او نيمه کيلو چای شامل دي.
دغه راز د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې موسسې له مشرتابه څخه ځانګړې مننه وکړه او ويې ويل: دې موسسې د اسلامي امارت د واکمنېدو له پيل راهيسې له ډېرو بېوزله هېوادوالو سره مرستې کړي او په راتلونکي يې هم د نورو مرستو د دوام ژمنه کړې ده.
د نوموړي په وينا،د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅه کوي چې ټولو اړمنو هېوادوالو ته مرستې په شفاف ډول ورسوي.
هغه زياته کړه د کابل په ټولو ناحيو او ولسوالیو کې د سروې ټيمونه کار کوي، تر څو اړمن هېوادوال په نښه او مرستې پر وخت وروسول شي.
د يادونې وړ ده،په دغه ښارګوټي د افغانستان د (٣٤) ولايتونو بېوزله هېوادوال ژوند کوي،چې نن يو شمېر هېوادوالو سره يې مرستې ترسره شوې.
