د پناه غوښتونکو مرستيال دراستنېدو پروسې څارنه وکړه

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۱۳:۵۹
___________
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ د مرغومي په ۹مه دحامد کرزي نړيوال هوايي ډکر کې د افغان کډوالو د راستنېدو پروسې څارنه او ارزونه وکړه. هغه الوتکه چې پکې ۶۴ ته افغان کډوالوسپاروو او هېواد ته په خپله خوښه راستنېدل نن په کابل کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډکر کې کېناسته. ښاغلي کاکړ د راستنېدونکو پروسې بهير څرنګوالی، نغدي مرستو دوېش او د دوی د روغتيايي ازموينې څخه له نژدې څارنه او ارزونه وکړه او د راستنېدونکو له استازو سره يې هم خبرې وکړې. وفي الله کاکړ په افغانستان کې دکډوالۍ نړيوال سازمان له رئيس څخه چې ورسره ملګرو و غوښتنه وکړه چې په هغو ټول کړنو دې غور وکړي چې د راستنېدونکو د اسانتياود رامنځ ته کولو او خوښۍ سبب ګرځي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د دایکندي له والي مولوي تورجان سره وکتل

په دغې ناسته کې، چې په دایکندي کې د کډوالو چارو ته د رسېدنې په اړه خبرې وشوې، ښاغلي مولوي تورجان وویل، چې تر دې دمه په یاد ولایت کې نږدې ۱۰ زره راستانه شوي هېوادوال ثبت او له ځینو سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

کډوالو ته د چوپړتیاوو د ښه‌والي په موخه د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

له راستنېدونکو او بېځایه شویو څخه د ملاتړو برنامو د پراختیا په موخه، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له موسسه کانادایي برای اطفال متاثر از جنګ او پرورش جامعه پایدار و خلاق موسسې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۴۵
Background image

په کابل ښار کې سلګونو کډوالو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې ۹۰۰ راستنو شویو، بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنې ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
په دغو مرستو کې ۵ ډوله خوراکي توکي شامل دي، چې له زیانمونو شویو کډوالو کورنیو. . .

بېرته خبرونه ته