د پروان ولايت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رياست ته نوي رئيس ور وپېژندل شو

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۳ - ۲۱:۵۸
____________

د پروان ولايت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رياست د چارو د لا ښه پر مخ بيولو لپاره د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د داخلی مهاجرینو د دايمي حل رئيس مولوي شمال خان عثماني په مشرۍ چې ورسره محمد قسيم کړوخيل يې هم ملتيا کوله، ميا صیب محمد ابراهيم د نوی رئيس په توګه، ددې رياست کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.

د پروان ولايت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو نوی رئيس مياصاحب د دې وزارت له مشرتابه له باور او اعتماد څخه ځانګړې مننه وکړه او ژمنه يې وکړي، چې ددې ولايت ټولو مهاجرینو او اړمنو کورنيو ستونزو ته به د وزارت سره په همغږۍ په وخت رسيده ګي کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۴۵
Background image

په کابل ښار کې سلګونو کډوالو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې ۹۰۰ راستنو شویو، بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنې ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
په دغو مرستو کې ۵ ډوله خوراکي توکي شامل دي، چې له زیانمونو شویو کډوالو کورنیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۲۳
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې تر یو میلیون زیاتو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د ګډو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د هیات ناروی برای مهاجرین نړۍوالې موسسې تر منځ د یو میلیون ۵۲۳ زره او ۵۹۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۸
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چاور وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې په پېښور کې له افغان جنرال قونسل حافظ محب الله شاکر سره وکتل

په دې ناسته کې، چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغانانو پر وضعیت خبرې وشوې، ښاغلي حافظ محب الله شاکر وویل، چې په پاکستان کې د کډوالو ثبت لړۍ کې افغان راستنېدونکي له سختو ستونزو سره مخ. . .

بېرته خبرونه ته