د وزارت سرپرست وزیر د بدخشان ولایت د ادارو او د موسساتو له مسؤولینو سره ناسته وکړه

anwari_morr
جمعه ۱۴۰۲/۱۰/۱ - ۲۳:۳۵
=

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني د بدخشان له والي قاري محمد ایوب خالد او د دغه ولایت د مؤسسو له استازو سره د مرغومي پر لومړۍ نېټه ګډه ناسته وکړه، په دې غونډه کې سرپرست وزیر وویل: بنسټیزې پروژې دې پلي شي او کاري فرصتونه دې رامنځته شي، نوموړي د مهاجرینو د ستونزو د هواري په برخه د هغوی د غوره خدمتونو او کړنو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه؛ د لا نورو مرستو راټولول د دې ولايت د مسؤولانو له مهمو مسؤوليتونو څخه ګڼل کېږي؛
د بدخشان والي د مهاجرينو له پاره د ترسره شويو هڅو په اړ خپل معلومات وړاندې کړل او ويې ویل: موږ او تاسو هر يو مسؤوليت لرو، همدا د خدمت فرصت دى او اوس زموږ او ستاسو له پاره په دغه نظام کې د خدمت کولو فرصت برابر شوی دی، په دې غونډه کې د واخان ولسوالۍ د سرحدي آمریت د فعالیتونو د پیل په اړه هم خبرې وشوې.
همدا راز ښاغلي حقاني د بدخشان ولایت د مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه او له کارمندانو سره یې د چارو په اړه خبرې وکړې، ښاغلي حقاني وویل :له تعصب څخه ډډه وکړئ، ترسره شوې قربانۍ یوازې د اسلامي نظام د ټینګښت له پاره وې او په دې برخه کې باید په پوره اخلاص او رښتېنولۍ خدمت وکړو.
نوموړي له کارمندانو څخه وغوښتل، چې خپل ځانونه له اسلامي شريعت سره برابر کړي او په خپلو کارونو کې شرعي احکام او اصول په پام کې ونيسي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۱:۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له ساحوي مشر سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( OCHA ) له ساحوي مشر ښاغلی ګلیټ راجر سره وکتل.
په دې لیدنه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رییس عرفات جمال سره وکتل

 

په دغې ناسته کې، چې په روان زیږدیز کال کې راستنېدونکو ته د اړینو مرستو د رسولو او په اداري چارو کې د اسانتیاوو په اړه خبرې وشوې، عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت همکارۍ وستایلې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په کابل کې له لسګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د هغو ژمنیو مرستو پر دوام، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر لخوا د اهل خیر کسانو په همکارۍ پیل شوې وې، د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې له پاکستان څخه ۸۴ راستنو. . .

بېرته خبرونه ته