د وزارت د مقام دفتر رئیس د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د کډوالو چارو ادارې (یونیسار) له معاون او سرپرست سره ولیدل

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۱۳:۵۰
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رئیس ښاغلي قاري محمد اجمل ویاړ د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د کډوالو چارو ادارې (یونیسار) له معاون او سرپرست ښاغلي جلواس او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل

په دغه لیدنه کې د درې اړخیزو او څلور اړخیزې ناستو په دائرولو او په مرکز او ولایتونو کې د مرستندویه ادارو له خواه اړمنو کسانو ته په شفاف ډول د مرستو رسولو په اړه خبرې وشوې، دغه راز ښاغلي ویاړ وویل: موږ  چمتو یو چې درې اړخیزه (افغانستان، پاکستان او یونیسار) او همدار راز یوه بله درې اړخیزه ناسته( افغانستان، ایران او یونیسار ) سره ولرو نومړي زیاته کړه همدا راز له دغو دوو، درې اړخیزو ناسو وروسته څلور اړخیزې(افغانستان، ایران، پاکستان او یونیسار) ناستې ته هم چمتوالی لرو،

د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د کډوالو چارو ادارې (یونیسار) معاون او سرپرست ښاغلي جلواس د دغو ناستو په ژر تر ژره دائرولو، د دغو ناستو د مکان، وخت او اجنډا په مشخصولو ټینګار وکړ او همدا راز یې ژمنه وکړه چې په ولایتونو کې به د یو شمېر مرستندویه ادارو له استازو سره د مرستو د لا شفافیت په اړه ناستې ولري، همدا راز دغه ناسته کې په پاکستان هېواد کې د افغان مهاجرینو په ځورولو او په سمه توګه هېواد ته یې د راستنولو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي جلواس زیاته کړه موږ د هغو مهاجرینو په اړه چُپ نه پاتې کېږو چې د کوم هېواد له خواه ور سره ظلم کېږي د دوی غږ تر خپلو چارواکو رسوو، دغه ناسته کې د وزارت د پالیسۍ او پلان، حقوقي ملاتړ او په خپله خوښه راستنونې ته د هڅونې رئیسانو هم حضور درلود.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۱:۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له ساحوي مشر سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( OCHA ) له ساحوي مشر ښاغلی ګلیټ راجر سره وکتل.
په دې لیدنه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رییس عرفات جمال سره وکتل

 

په دغې ناسته کې، چې په روان زیږدیز کال کې راستنېدونکو ته د اړینو مرستو د رسولو او په اداري چارو کې د اسانتیاوو په اړه خبرې وشوې، عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت همکارۍ وستایلې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په کابل کې له لسګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د هغو ژمنیو مرستو پر دوام، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر لخوا د اهل خیر کسانو په همکارۍ پیل شوې وې، د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې له پاکستان څخه ۸۴ راستنو. . .

بېرته خبرونه ته