د وزارت د داخلي بېځايه شوو رئيس د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې له مرستيال سره ليدنه وکړه

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۴:۲۱
-


د مهاجرينو چارو وزارت د داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو رئيس مولوي سردار محمد شېرزاد د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ  ادارې له مرستيال محمد خاطر زيد سره د زمري په ۲۵مه په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
د پوهاوي ددې ناستې موخه د داخلي بېځايه شوو د لېږد د څرنګوالي، په راتلونکي کې د مرستو رسولو او په دې برخه کې له دې ادارې سره د همکاريو په اړه د معلوماتو وړاندې کول و.
د داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو رئيس مولوي سردار محمد شېرزاد د يادې ادارې له دوامداره همکاريو څخه د مننې ترڅنګ وويل، زموږ ګډه دندنه  د بېځايه شوو د ستونزو هوراول دي او ددې وخت رارسېدلی چې د ټولنې له زيانمنې طبقې سره لا زياته همکاري وکړو. د مهاجرينو چارو وزارت هڅه کوي، چې په راتلونکي کې د پلان له مخې ټولې زيانمې شوې کورنۍ خپلو اصلي ولايتونو او ولسواليو ته ولېږدوي.
محمد خاطر زيد د مهاجرينو چارو وزارت سره د خپلو همکاريو د څرګندولو پرمهال وويل، د بېځايه شو اصلي ځايونه ته د ستنېدو لپاره يوې منظې ستراتېژ او تګلارې ته اړتيا ده، څو د هغه پربنسټ خپله همغږي او همکاري زياته کړو.
مولوي شېرزاد زياته کړه، د اسلامي امارت په بريا سره د وزارت تګلاره په داخلي بېځايه شوو باندې متمرکزه ده، چې څنګه کولای شو هغوی خپلو اصلي ځايونو ته ولېږو او بشري مرستې ورته برابرې کړو.
هغه زياته کړه، د اسلامي امارت د مسؤلينو د لارښوونې له مخې د يوشمېر ادارو په همکارۍ ۸ زره کورنۍ له پارکونو څخه خپلو اصلي ځاينو ته لېږل شوي او د زرګونو نورو کورنيو د لېږد پلان هم د وزارت له خوا پلان شوی دی، مګر سېلابونو او د زلزلو پېښو دا پلان  اغېزمن کړی.
شيرزاد وويل، د ننګرهار ولايت له اوو کمپونو څخه د بېځايه شوو کسانو د لېږ پلان يې په لاس کې دی او بل لورې ته يې ياده موضوع رښانه کړې.
محمد خاطر زيد په يادو مواردو کې د خپلې همکارۍ په څرګندولو سره د يوې ګډې تخنيکي کمېټې د جوړېدو غوښتنه وکړه، ترڅو د وزارت او مرستندويه بنسټونو ترمنځ همغږي او همکاري رامنځته شي. دواړو لوريو پر لا زياتو همکاريو او همغږيو ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته