د ميدان وردګو ولايت د بهسودو ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو د کډوالو چارو وزير د کارونو ستاينه وکړه

anwari_morr
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۴ - ۹:۴
شماری از باشندگان ولسوالی بهسود ولایت میدان-وردک از کارکردهای وزیر امور مهاجرین تقدیر کردند

د ميدان وردګو ولايت د بهسودو ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي او راستنېدونکي د کب په ۱۲مه کډوالو چارو وزارت ته راغلل او د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د کارونو ستاينه يې وکړه.
ليدونکو وويل، په کوربه هېوادونو کې د کډوالو، بېځايه شوو راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو په برخه کې د کډوالو چارو د وزير رازښتمن خدمتونه زموږ خلکو لپاره د پام وړ دي، او په تېرو پنځو کلونوکې د هغه شتون د خدمت نښه وه.
په ورته وخت کې دوی دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څخه وغوښتل چې په کوربه هېوادونو په ځانګړي توګه ايران او پاکستان کې د کډوالو وضعيت ښه کولو ته خپله پاملرنه زياته کړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي دخلکو خدمت د حکومت د هرډول بنسټيز ماموريت په توګه وبلل ويې ويل، د د ايران او پاکستان د چارواکو سره په څلور اړخيزه ناسته کې چې په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د وضعيت په اړه جوړه شوې وه خبرې کړي او خلکوته دخدمت په برخه کې ژمن دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

بېرته خبرونه ته