د مهاجرینو چارو وزیر ولایتي مسؤلینو ته:له تعصب، خود غرضۍ او ملګرتیا څخه ډډه وکړۍ

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۳ - ۱۲:۴۵
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقا ني د دغه وزارت له ولایتي مسؤلینو سره په ناستې کې د اداري وضعیت د ښه والي ، له مرکز سره د همغږۍ او اړمنو کورنیو ته دغوره خدماتو رسولو په موخه د ادارو د لا زیاتې همکارۍ او څارنې په اړه خبرې وکړې.
په دې ناستې کې چې پنجشنبه د لیندې په (٣) مه په وزارت کې تر سره شوه د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال، مولوي عبدالرحمن راشد او د وزارت یوشمېر مرکزي ريیسانو شتون درلود او د (٣٤) ولایتونو مسؤلینو خپلې ستونزې او کاري ننګونې مقام سره شریکې کړې.
د مهاجرینو وزیر د ولایتي مسؤلینو تغییر او بدلون په بریالي او اغېزمن مدیریت کې اداري اصل وباله ویې ویل، چې هره اداره باید خپله بودیجه په هغو ځایونو کې ولګوي چې جایزه او اغېزمن وي.
دا بودیجه د بیت الماده او موږ د خدای پروړاندې ددې ځواب ویونکي یو.
هغه زياته کړه، چې د ژمي په رارسېدو سره واليان او ولايتي چارواکي مکلف دي، چې له بنسټونو غوښتنه وکړي،د هغوي څخه هر اړخیز معلومات تر لاسه کړي او اړمنو کورنیو سره مرستې تر سره کړي.
ښاغلي حقا نی ولایتي رییسانو او مسؤلینوته لار ښوونه وکړه چې د مراجعینو اواړوندو کارکوونکو سره نېکه روي وکړي او د ملګرتیا، خود غرضۍاو د ژبني او قومي تعصب څخه دې ډډه وکړي.
په ورته وخت کې د وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد وویل، چې نظام هغه وخت لا قوي کېږي چې موږ په پوره صداقت، ایماندارۍ او اطاعت سره کار وکړو او تېر حکومت هم د همدغه دوه علتونو له وجې سقوط شو او ا.اد پوره صداقت او ایماندارۍ په پلي کېدو سره په دې وتوانېده،چې د نړيوالو زبرځواکونو پر وړاندې برلاسی شي او موږ ته لازم دي چې په خپلې حکومتوالۍ کې رښتنيولي او اطاعت په پام کې ونيسو.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۱:۱۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ښار او کور جوړولو وزارت د معین ښاغلي شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د اهل تشیع له څو تنو علمای کرامو او قومي مخورو سره وکتل.

 
راغلو علماوو او مخورو د اسلامي امارت لخوا د ورسره شوې همکارۍ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې پر وخت د راستنېدونکو او زلزله ځپلو لاس نیوی د ولس د خوښۍ سبب شوی دی.
حاضرو قومي. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۱:۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کابل د سروبي ولسوالۍ د مهاجرینو له استازو سره وکتل.

په دې ناسته کې د سروبي د کډوالو استازو، د اسلامي امارت لخوا راستنېدونکو ته پر وړاندې کېدونکو خدمتونو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې کډوالو ته د اسلامي امارت هر کلی او د هغوی لاس. . .
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۱:۵۸
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر له څو تنو علمای کرامو او د پوهنتون له استادانو سره وکتل .

د پوهنتون حاضرو استادانو او علمای کرامو د اسلامي امارت لخوا راستنېدونکو او زلزه ځپلو هېوادوالو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو په ستایلو سره وویل، چې افغان ولس د اړمنو په لاس نیوی. . .

بېرته خبرونه ته