د مهاجرینو چارو وزیر د کابل د جهادي مدرسې له مهتمم شیخ محمد ابراهیم او شیخ محمد فقیر محمدي سره وکتل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د کابل جهادي مدرسې له مهتمم شیخ محمد ابراهیم او شیخ محمد فقیر محمدي سره وکتل.
په پیل کې محترم شیخ محمد ابراهیم له مدرسو او تعلیمي مرکزونو د اسلامي امارت له ملاتړ په ستاینې وویل، چې د اسلامي نظام تر بیا واکمنېدو وروسته جهادي مدرسو د نورو دیني مرکزونو تر څنګ د پام وړ پرمختګونه کړي او هر کال ترې زرګونه کسان فارغېږي.
د هغه په وینا، چې د کابل د جهادي مدرسې په فعالیتونو کې مثبت بدلون راغلی او د هر کال په تېرېدو یې د طالب علمانو په شمېر کې زیاتوالی راځي او د تدریس لپاره مناسب امکانات لري.
د ناستې پر دوام حاضرو شیخ صاحبانو د ځينو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه او سلا مشورې شریکې کړې.
محترم مولوي عبدالکبیر د هغوی هرکلی وکړ او د دیني زده کړو په برخه کې یې د جهادي مدرسو فعالیتونه وستایل.
محترم وزیر څرګنده کړه، چې افغانانو د اسلامي زده کړو د پراختیا او تدریس په برخه کې ګڼ پرمختګونه کړي. اسلامي امارت ژمن دی، چې د دیني او عصري علومو د ودې لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.
په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر چارواکو ته د علماوو مشورې مهمې وبللې او د کابل د جهادي مدرسې د مسوولینو له سلا مشورو یې خوښي څرګنده کړه.
