د مهاجرینو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال د اوچا له استازي سره ناسته وکړه

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۱۲:۴۵
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاح خروټي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو همغږي کوونکې ادارې (OCHA) له استازي ښاغلي شمس خلیلي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل
په دغه ناسته کې د بشري مرستو په رسولو کې د موسساتو په ستونزو او د مرستو په شفافیت خبرې وشوې، ښاغلي خروټي ډاډ ورکړ، چې په اړه به یې د اسلامي امارت له لزوم دید سره سم د حل په موخه لازم اقدامات ترسره کړي
شمس خلیلي وویل: "د اسلامي امارت له راتګ سره دوه خبرې، چې مونږ پرې په نړیواله کچه اعتراف کوو، یوه د امنیت موضوع ده، چې له امله یې بشري مرستې د هېواد هرې سیمې ته رسېږي، او دویم د شفافیت موضوع ده، چې د اسلامي امارت چارواکي ورته ژمن دي او له امله یې د مرستو په رسولو کې روڼتیا رامنځه شوې ده"

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته