د مهاجرینو وزیر د ایران سفیر سره لیدنه وکړه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۴ - ۱۳:۵
ـــــــ
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني پنجشنبه د وږي په (٢٤) مه په کابل کې کې د ایران سفیر ښاغلي بهادرامينيا سره ليدنه وکړه او د ایران حکومت څخه یې مننه وکړه چې څلوېښت کاله یې د افغان مهاجرینو کوربتوت کړی.
هغه هېواد ته د افغان مهاجرینو د راستنېدو د زمينې برابرولو، بیا یوځای کېدو، کارموندنې او د غیر قانوني مهاجرت د مخنیو په موخه د ا.ا.ا د جدي هڅو یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د ایران له حکومت څخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د ایران سفیر معلومات ورکړل چې هره ورځ شاوخوا درې زره کسان په غیر قانوني او همداشمېر په ویزو ایران ته داخلېږي چې له دې سره په ایران کې د مېشتو افغان مهاجرو شمېر زیاتېږي. هغه د دواړو هېوادونو په سرحدونو کښې د انساني قاچاق د مافیا او د نشه يي توکو د قاچاقبرانو د فعالیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه: هغه کسان چې په غیر قانونی توګه ایران ته داخلیږی د انسانی قاچاق او د خدماتو د نشتوالی له ستونزو سره مخامخ دی.
ښاغلي امینیان وویل چې د افغانانو د مهاجرت د کمولو د حل لاره په افغانستان کې دننه د کاري زمينې برابرول دي او د ایران حکومت چمتو دی چې ا.ا.ا سره کار وکړي.
د مهاجرینو چارو وزیر ډاډ ورکړ چې ا.ا.ا د نشه یي توکو کښت او قاچاق په کلکه منع کړی، د کابینې په ناسته کې هم پر دې موضوع پرېکړه وشوه او هڅې روانې دي چې دغه پدیده صفر ته راټیټه شي.
د هغه په ​​وينا، دغير قانوني مهاجرت او د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي لپاره د ايران او افغانستان په ګډو پولو کې پياوړي تجهيزات او د ځانګړو پوځي ځواکونو ځاى پر ځاى کېدو ته اړتيا ده، چې د دواړو هېوادونو په همکارۍ شونې ده.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۱۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو چارو وزارت کې د روانې میاشتې په ۳۱مه د افغانانو پرمختګ لپاره د نوي فکر تعلیمي، خوندیتوب او د بحران کموول او د افغانستان لپاره د راتلونکې ټولنې پراختیا موسسو سره د ۴۰۱ زرو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د ننګرهار له څو تنو ولسي استازو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار له ولسي استازو او د کلیو له ملکانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې حاجي صادق، ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د پکتیا له څو تنو جهادي او قومي مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د لويې پکتیا له څو تنو جهادي او  قومي مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې د لویې پکتیا قومي مخور او جهادي. . .

بېرته خبرونه ته