د مهاجرینو وزارت مالي او اداري معین: کارکوونکي باید د خدمت کولو تر څنګ د اخلاص او همکارۍ روحیه پیاوړې کړي
نن د ماسپښین تر لمانځه وروسته د وزارت په جومات کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین محترم شیخ کلیم الرحمن فاني په کاري چارو کې د اخلاص، ښه نیت او مسوولیت پېژندنې په اړه خبرې وکړي او ویې ویل: د ټولنې پرمختګ او د خدمتونو لا ښه ترسره کېدو لپاره دندو ته د کارکوونکو ژمنتیا ده او کار باید د اخلاص، رښتینولۍ او ښه نیت له مخې ترسره شي، تر څو د الله ج د رضایت، د خلکو د خدمت او د هېواد د پرمختګ سبب وګرځي.
همداراز محترم فاني زیاته کړه: د ستونزو حل د الله متعال ج په اراده سره کېږي او کارکوونکي باید د خدمت کولو پر هڅو سربېره د اخلاص او همکارۍ روحیه پیاوړې کړي.
مالي او اداري معین اسلامي لارښوونو ته په اشارې د کار پر اهمیت، پر اداري مسوولیت پېژندنې ټینګار وکړ او له کارکوونکو یې وغوښتل، چې د چارو ښه ترسره کول، وخت پېژندنه، همکاري او متقابل احترام رعایت کړي.
