د مهاجرینو وزارت د دفتر ريیس قاري محمد اجمل ویاړ د سلام پوهنتون د څېړنو مرکز له مرستیال سره ولیدل

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۲۰:۱۶
-
د وري میاشتې په ۲۶ مه نیټه د مهاجرینو وزارت د دفتر ريیس قاري محمد اجمل ویاړ د سلام پوهنتون د څېړنو مرکز له مرستیال نصیر احمد نویدي او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې د "بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو د مهاجرت عوامل، پایلې او حل‌لارې" تر سرلیک لاندې د یوه ملي کنفرانس پر جوړېدو خبرې وشوې.
قاري اجمل ویاړ دغه کنفرانس یوه مهمه علمي هڅه وبلله او ژمنه یې وکړه، چې د مهاجرینو وزارت به د دې کنفرانس په بریالیتوب کې بشپړه همکاري وکړي.
دا کنفرانس، چې تمه کیږي د مهاجرت پیچلو مسایلو ته د حل لارې موندلو لپاره ارزښتناکه ونډه ولري او د افغانانو د مهاجرت په اړه نوې څېړنې او نظرونه به پکې شریک شي.
د سلام پوهنتون مرستیال نصیر احمد نویدي هم د وزارت د همکارۍ له امله مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې دا کنفرانس به د مهاجرت په تړاو د پالیسي جوړونې لپاره یو مهم ګام وي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۰:۶
Background image

د مهاجرینو وزیر یوه ناسته کې د بشري مرستو او استوګنې په برخه کې د یوناما له مرستیال او د افغانستان لپاره د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له استازي عرفات جمال او په افغانستان کې د کډوالو نړيوال سازمان له مشرۍ آغلې میهیونګ پارک سره وکتل.

 
دغه ناسته چې له ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو د پیل شوې لړۍ په هکله ترسره شوه، د یوناما مرستیال ښاغلي اندریکا راتوټه وویل، چې روان زېـږدېز کال له پاکستان او ایران څخه تر دې دمه. . .
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۱۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د بلخ ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین او د لنډمهاله مېشتونې کمېټې رئیس الحاج مولوي عبدالرحمن راشد او ور سره مل پلاوي د بلخ ولایت له مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

په فاریاب ولایت کې نږدې ۱۰۰ کورنیو سره د غیر خوراکي تو مرستې وشوې

د چنګاښ میاشتې په ۳ مه نیټه د فاریاب ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د ۹۵ کورنیو سره د کډوالو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد په شتون کې د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یادې شوې کورنۍ. . .

بېرته خبرونه ته