د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د عامي روغتیا وزارت له مرستیال مولوي عبدالولي حقاني سره وکتل.

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۸:۳۲
_
په دې لیدنه کې چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شوو افغانانو ته د روغتیايي چوپړتیاوو پر څرنګوالي او امکاناتو خبرې وشوې ښاغلي حقاني په تورخم، سپین بولدک، اسلام قلعه، نیمروز او د هلمند په بهرامچه کې له ګاونډیو هېوادونو سره پر پوله راستنو شوو ته د اړینو صحي خدماتو د وړاندې کېدو یادونه وکړه.
ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني زیاته کړه، چې له وړاندې د چمتو شوي پلان له مخې د همکارو بنسټونو په ملتیا ټول اړین امکانات د کډوالو کمپونو ته رسول کېـږي او د اړتیا وړ امبولانسونه هم د راستنو شوو هېوادوالو په خدمت کې دي.
د ناستې پر دوام ښاغلي حقاني ډاډ څرګند کړ، چې راستنېدونکي افغانان هر ډول روغتیايي خدماتو ته لاس رسي لري او اسلامي امارت دغې برخې ته اړین امکانات په واک کې ورکړی.
محترم مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت له لخوا د کډوالو د عالي کمېسیون رامنځته کېدل مهم وبلل او په دې برخه کې یې د امارتي ادارو د ټولو مسوولینو هڅې وستایلې.
محترم وزیر راستنېدونکو کډوالو ته اسانتیاوې چمتو کول د اسلامي امارت مسوولیت یاد کړ او زیاته یې کړه، چې تر دې دمه د کډوالو پروسه په بریالۍ توګه مدیریت شوې او ستونزې پر وخت حل شوې دي.
د ناستې پر دوام محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، چې د مهاجرینو چارو وزارت هڅې پیل کړې چې د همکارو ادارو او بنسټونو په مرسته کډوالو ته یو شمېر کورونه جوړ کړي.
په پای کې محترم وزیر په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي چوپړتیاوو اړوند د ولس ځینې وړانېزونه له ښاغلي حقاني سره شریک کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۳:۴۹
Background image

د کډوالو چارو وزارت د همکارۍ دری هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکارۍ دری هوکړه لیکونه د ۲ میلیونه ۶ لکه ۴۴ زره او ۴۱۳ ډالرو په ارزښت د بشري حقونو د څېړنې او دفاع موسسې، د افغانستان لپاره د انصاري بیا احیا موسسې. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۲۰:۳
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو د سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د وزارت اداري ناسته ترسره شوه.

 
په دې ناسته کې چې د مهاجرینو چارو مالي او اداري معین شیخ کلیم الرحمن فاني او د وزارت مرکزي رئیسانو ګډون کړي وو، له ایران څخه د افغان راستنېدونکو د لړۍ د ارزول شوي حالت او حل. . .
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۱:۱۸
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کابل د جهادي مدرسې له مهتمم او علمای کرامو سره وکتل.

 
په دې ناسته کې چې د کابل د جهادي مدرسې مهتمم شیخ محمد ابراهیم سعید سربــېره شیخ محمد اسماعیل، شیخ محمد فقیر محمدي او شیخ عبدالغني هم حضور لرلو، د کابل د جهادي مدرسې محترم. . .

بېرته خبرونه ته