د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ له استازی عرفات جمال سره وکتل.

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۸:۴۴
_
د ناستې په پیل کې محترم مولوي عبدالکبیر ښاغلي عرفات جمال او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او له افغان کډوالو سره د ملګرو ملتونو د ادارو له مرستو یې مننه وکړه.
محترم وزیر د ډیورنډ کرښې پورې غاړه ته، د افغان راستنېدونکو د شکایتونو او ستونزو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې لاهم له ایران او پاکستان څخه په جبري ډول افغان کډوال ډله ییز ایستل کېږي.
محترم مولوي عبدالکیبر وویل، چې د خیـبر پښتونخوا په ازاخیل سیمه کې د ملګرو ملتونو د دفتر لخوا د افغان راستنېدونکو د ثبت لړۍ ګڼې ورځې نیسي او په یاده سیمه کې افغانان خدماتوته د نه لاس رسي له امله په ګرمه هوا کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د محترم وزیر په وینا چې په پاکستان کې د افغان محصلینو د استوګنې لپاره دې یو منظم میکانیزم رامنځته او د ویزو ستونزې یې دې هوارې شي.
محترم وزیر د خپلو خبرو پر دوام، افغان راستنېدونکو ته د اسانتیاوو په موخه له پاکستان څخه ننګرهار او کندهار ته، د ملګرو ملتونو د مرکزونو د انتقال غوښتنه شريكه کړه او همدارنګه په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه یې د ملګرو ملتونو د ادارو د لاس په کار کېدو یادونه هم وکړه.
د ناستې پر دوام ښاغلي عرفات جمال په پولو کې د اسلامي امارت لخوا راستنېدونکو ته د ښه راغلاست او مرستې لړۍ د ستایلو وړ وبلله.
ښاغلي جمال زیاته کړه، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو په هکله شریکې شوې اندېښنې او شکایتونه به د کډوالو د عالي کمیشنرۍ مشرتابه ته ورسوي او هڅه به وکړي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو حالت له نږدۍ وڅاري.
نوموړي له افغان کډوالو سره د مرستو د دوام یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې په راتلونکې زېـــږدېزه میاشت کې به د یو شمېر هېوادونو او بنسټونو په ګډون، د افغان کډوالو په تړاو یوه ناسته په کابل کې ترسره شي.
د ناستې په پای کې د کډوالو د چارو محترم وزیر یادونه وکړه، چې له هغو راستنېدونکو سره هم بايد مرسته وشي د ثبت پاڼه ونه لري او همدارنګه UNHCR دې خپله بودیجه پخواني حالت ته لوړه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۱۶
Background image

د کډ‌والو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په بېلو، بېلو ناستو کې د بغلان د نهرین او دهنه غوري ولسوالیو د راستنو شویو هېوادوالو له استازو سره وکتل

د دهنه غوري ولسوالۍ د راستنو شویو استازو، چې د پکتیکا ولایت د مرستیال مخدوم عبدالسلام سعادت په مشرۍ تشریف راوړی وو، خپل هېواد ته په راتګ او د اسلامي امارت لخوا د ورسره شوې همکارۍ له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۲:۴۱
Background image

د کډ‌والو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کابل له امنیه قومندان ملا ولي جان حمزه سره وکتل.

په دې ناسته کې چې د  کابل د امنیت د ټېنګښت په اړه خبرې وشوې، ښاغلي ملا ولي جان حمزه وویل چې د اسلامي امارت د مشرانو ښه رهبري او د مجاهدینو قرباني د افغانستان د ثبات او امنیت سبب شوې ده.. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۲۰:۵۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کندز د کلباد ولسوالۍ له څو تنو علماوو او مخورو سره وکتل

د کندز له کلباد څخه راغلیو قومي مخورو او علماوو د کډوالو چارو وزارت له همکارۍ او لیدنو څخه په خوښۍ وویل، چې د اسلامي امارت له مشرانو سره د ولس ناستې د حکومت او خلکو تر منځ د ښو اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته