د مهاجرينو چارو وزارت اړوندو څانګو کې له سلو زياتو کار غوښتونکو برېښنايي ازموينه ورکړه

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۵:۱۶
Admin_Sadam Anwari

    د مهاجرينو چارو وزارت کې  ۱۶۹ تنو کار غوښتونکو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په کمېسيون کې برېښنايي ازموينه  ورکړه.

     په مرکز او ولايتونو کې د مهاجرينو د ښارګوټو د انجينرۍ ۲۲ بستونو له  پاره ۳۱۱  تنو نوم ليکنه کړې وه  چې له منځه يې ۱۶۹ تنو ازموينو ته لاره پيدا کړې وه، چې برېښنايي ازموينه ترې واخيستل شوه.

     د ازموينې له اخيستو مخکې د وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د موضوع اړوند خبرې وکړې ويې ويل، د کارونو د لا ښه والي په موخه لازمه ده، چې کار اهل کار ته وسپارل شي او دې موخې ته د رسېدو له پاره  غوره لاره داده، چې ازموينه په برېښنايي شکل  په شفاف ډول واخيستل شي.

      هغه زياته کړه، هر څوک چې وړتيا لري په ازموينه کې به  بريالی کېږي،  ادارې په کار پوهه، ژمن او مخلصو کسانو ته اړتيا لري او د مهاجرينو چارو وزارت د اداري اصلاحاتو له کمېسيون څخه چې ازموينه په برېښنايي ډول اخلي او نتيجه يې چټګه او په شفاف ډول سره ترسره کوي، ستاينه کوي.

     همدرانګه په دې مراسمو کې د ملکي خدمتونو د کمېسيون رئيس د برېښنايي ازموينې د اخيستو د څرنګوالي او په روان کال کې د يادې ادارې د فعاليتونو په اړه او د چارو ادارې سلاکار صداقت الله صداقت د هغه برنامو په اړه چې د ازموينو اخېستو په برخه کې په پام کې نيول شوې، ګډنوالوته معلومات ورکړل.

    وروسته يادو چارواکو د ازموينې د اخيستو پروسې څخه لېدنه او څارنه وکړه.

      د مهاجرينوچارو وزارت د بشري سرچينو رئيس مفتي مديرګل احمدي وویل:  په پام کې ده، چې په راتلونکو ورځو کې به د نورو ۹۰ بستونو لپاره  په دغه کمېسيون کې د ۲۶۹۱ تنو کار غوښتونکو څخه برېښنايي ازموينه واخيستل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

بېرته خبرونه ته