د مهاجرينو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د تخنيکي کمېټې ګډه ناسته تر سره شوه

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۳۰ - ۲۰:۳
ـ

د مهاجرينو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د تخنيکي کمېټې لومړۍ ګډه ناسته د مهاجرينو چارو وزارت کې تر سره شوه.
په دې ناسته کې چې د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې د دفتر د رئیس لیونارد زولو او ور سره مل پلاو، د  وزارت د دفتر د رييس الحاج قاري محمد اجمل وياړ،د مرستو د همغږۍ  رئیس شیخ عبدالرحمن رحماني او د وزارت د حقوقي سلاکار محمود الحق احدي په ګډون تر سره شوه، چې پکې د مهاجرينو چارو وزارت او یاد دفتر د ٢٠٢٢ کال د هوکړې مطابق دقراردادي کارکوونکو دمعاشونو،دغه وزارت ته دنقلیه وسایطو او په انټر کانتیننتال هوټل کې د تر سره شوو برنامو دلګښتونو د ورکړې په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي احدي وويل، د دې ناستې موخه د ستونزو درک کول او د حل لارې موندل، په تېر کال کې د ترسره شوو کارونو ارزونه او مثبتې پايلې ته رسېدل دي،چې دیوبل سره په هوکړې بايد یوې مطلوبې پايلې ته ورسېږو او د راتلونکې لپاره لاسته را وړنې ولرو.
د یاد دفتر رییس ښاغلي ليونارد زولو وویل،ددې ادارې او د مهاجرينو وزارت موخه یوه د،چې هغه مستحقينو نو ته د خدماتو وړاندې کول دي او د موجوده ستونزو سربېره بیاهم دواړه ادارو په مرکز او ولایتونو کې خپل فعاليتونه په ښه شان تر سره کړي.
هغه زياته کړه مطرح شوې موضوعات به مرکزي دفتر سره شريکوي او د مطرح شوو غوښتنو په مورد به دعالي کميشنر سره خبرې وکړي.
د مرستو د همغږۍ رييس شیخ عبدالرحمن رحماني هم خبرې وکړې ويې ویل، د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ او نړۍ سره زموږ اړیکې د انسانیت او انسان دوستۍ پر بنسټ ولاړې دي او د مهاجرينو  چارو وزارت د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د ژمنو د عملي کېدو غوښتونکی دی.
همدارنګه د وزارت د دفتر رييس قاري محمد اجمل ویاړ په خپلو خبرو کې د یاد دفتر د ژمنو د عملي کېدو غوښتونکی شواو دمقابل لورې یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې دې جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي زولو د مهاجرینو او راستنیېدونکو چارو له وزارت سره د دغې ادارې د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته