د مهاجرينو چارو  وزارت مسلکي مرستيال هرات ولايت ته سفر وکړ

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۲:۲۰
-

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال او د اجباري ارستنېدونکو وضعيت ته د لاسرسي کميسېون د موقتي استوګنې کمېټې رئيس مولوي عبدالرحمن راشد د لړم په ۲۲مه هرات ولايت ته  راستنېدونکو د ستونزو د اورېدو او حل په موخه سفر وکړ.
ښاغلي راشد وويل، هڅه کوي تر څو د موقتې استوګنې له ناحيې د مهاجرينو ټولې ستونزې حل کړي او په دې برخه کې د مهاجرينو له پاره کمپونه او ښارګوټي هم په نظر کې نيول شوي دي.
د هېواد د اطلاعاتو او رسنيو د مرکز رئيس مولانا نعيم الحق حقاني هم په دې سفر کې د ښاغلي راشد ملتيا کوله او په هرات ولايت کې يې د ياد کميسېون د عامه پوهاوي کمېټې د کار خبر ورکړ او ویې ویل، کمېته هڅه کوي چې ژر تر ژه خپل نظر ګډون کوونکو ته ورسوي.
ښاغلي حقاني زياته کړه، د عامه پوهاي کمېټېه کې رسنيو مهم رول لري او بايد خلکو ته حقايق او معلومات ورسوي.
خو هغه مهاجرين چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي وايي؛ چې دوی اوس بهرنيو هېوادونو ته د تګ اداره نه لري او غواړي چې د خپل هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۱:۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له ساحوي مشر سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( OCHA ) له ساحوي مشر ښاغلی ګلیټ راجر سره وکتل.
په دې لیدنه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رییس عرفات جمال سره وکتل

 

په دغې ناسته کې، چې په روان زیږدیز کال کې راستنېدونکو ته د اړینو مرستو د رسولو او په اداري چارو کې د اسانتیاوو په اړه خبرې وشوې، عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت همکارۍ وستایلې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په کابل کې له لسګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د هغو ژمنیو مرستو پر دوام، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر لخوا د اهل خیر کسانو په همکارۍ پیل شوې وې، د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې له پاکستان څخه ۸۴ راستنو. . .

بېرته خبرونه ته